انصار (شنبه، د میزان ۱ مه)، د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انورالحق کاکړ ویلي چې باثباته افغانستان د پاکستان د امن لپاره اړین دی.
نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې دوی په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره له کابل څخه مرسته غوښتې ده.
کاکړ زیاته کړې چې هېواد به یې د افغانستان له پولو څخه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبان حکومت تل د پاکستاني حکومت دا ادعاوې رد کړې، چې ګواکي په پاکستان کې بریدونه د افغانستان له خاورې څخه پلانېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27172